په بغلان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له پیله تر دې مهاله تر ټولو زیات زیان ملکي وګړو ته اوښتی او ځایي اوسېدونکي وایي له همدې امله له جدي ستونزو سره مخ دي. د کابل شمال د لویې لارې موټر چلوونکي او مسافر وایي، له تېرو څو ورځو را په دېخوا په لاره کې اېسار پاتې دي او دواړه لوري له ملکي سیمو څخه د جګړې د سنګر په توګه کار اخلي. هغوی وایي، طالبان او افغان ځواکونه د ملکي وګړو ژوند ته هېڅ ډول پام نه کوي. خو د بغلان ولایت امنیتي مسوولان وایي، د ملکي وګړو د خوندیتوب له امله په دې ولایت کې روان عملیات ورو پرمخ ځي او هڅه کوي چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي. چارواکي وایي، طالبان د خلکو له کورونو څخه پر دوی ډزې کوي او په سیمه کې یې د څو دولتي چارواکو کورونه هم سوځولي دي.





























