د ولسي جرګې پخواني غړي مولوي تره خېل د ارګ په جامع جومات کې د حج او اوقافو له سرپرست وزیر سره فزیکي شخړه کړې ده. د راپورونو له مخې د ارګ په جامع جومات کې تېره ورځ د ولسي جرګې پخواني غړي مولوي تره خېل او د هغه د کورنۍ څو غړو د حج او اوقافو له سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب سره لومړی لفظي او وروسته ان فزیکي شخړه کړې ده. د حج او اوقافو وزارت په دې اړه غبرګون ښودلی دی او په خبره یې دوی زور واکان دي او د خپلو ځینو غیر قانوني غوښتنو د منلو لپاره یې له ښاغلي منیب سره شخړه کړې ده. د وزارت په خبرپاڼه کې دا نه دي راغلي چې د مولوي تره خېل غوښتنې څه وې. وزارت د مولوي تره خېل دغه عمل سپکاوی بللی دی او له ولسمشر یې غوښتنه کړې چې د نوموړي دغه ډول غیر قانوني او له سپکاوي ډکه کړنه وڅېړي.





























