د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخیزه غونډه نن په اسلام اباد کې جوړېږي. د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې ګډون کوي. دوی به په دې غونډه کې په سیمه کې د روان وضعیت تر څنګ د ترهګرۍ ضد مبارزې او درې اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي. تر دې وړاندې هم د پاکستان، افغانستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو کلنۍ درې اړخیزې غونډې ترسره شوې دي او په دې غونډه کې به هم د تېرو غونډو د ژمنو ارزونه کېږي او د اړیکو د لا ښه کېدو لپاره به پر نورو پروګرامونو خبرې کېږي.





























