په اسلام اباد کې په درې اړخیزه غونډه کې د افغان جګړې پر سیاسي حل ټینګار شوی دی. په اسلام اباد کې د پاکستان، افغانستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړه شوې وه او په هغه کې د درې اړخیزو اړیکو پر پراختیا او په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې شوې دي. درېواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د اړیکو جوړولو او پراختیا په برخه کې ګامونه ګټور واقع شوي دي او د لا ښه کېدو لپاره به خپلې هڅې ډېروي. دغه راز چین او پاکستان په دې غونډه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې مهمې بللې دي او ټینګار یې کړی چې روانه جګړه باید د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ او د افغانانو په خوښه ختمه کړل شي. دوی ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د سیاسي حل ملاتړ کوي او خپلې همکارۍ نه سپموي.





























