د ولسمشر غني دویم مرستیال چې نن یې د لوړو زده کړو په وزارت کې د حسیني عاشورا تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې ویلي، ټاکنې یوه ملي او ارزښتمنه پروسه ده او اوس یې باید ټول افغانان ملاتړ وکړي. د سرور دانش په خبره د سولې په برخه کې په دې وروستیو کې ډېر ابهامات او پېچلتیاوې رامنځ ته شوې وې چې اوس ختمې شوې دي. هغه زیاته کړې چې افغانان باید د ټاکنو لپاره تیاری ونیسي او په خبره یې تر هغه وروسته د افغانانو په خوښه جوړ شوی حکومت کولی شي هېواد ته دایمي سوله راولي. نوموړي ټینګار کړی چې حکومت د سولې مخالف نه دی، خو هغه سوله غواړي چې په افغانستان کې د کلونو لاس ته راوړنې خوندي کړي او روانه جګړه په رښتینې توګه ختمه کړي.





























