د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني وايي افغانان دداسې یوې جګړې پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي چې ټوله سیمه ګواښلی شي. دده په خبره افغانان د نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې د سیمې د امنیت لپاره قرباني ورکوي او د سیمې هېوادونه باید ددې قربانۍ قدرداني وکړي. نوموړي په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې افغانستان د سیمې له ټولو هېوادونو سره د ښو سوداګریزو، اقتصادي او ترانیزیتي اړیکو غوښتونکی دی او غواړي په دې توګه په سیمه کې دایمي پرمختګونه رامنځ ته شي. هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د افغانانو د قربانیو قدرداني وکړي او په روان وضعیت کې یې تر څنګ ودرېږي.





























