افغان حکومت وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي او افغان وژنې دوام ددې سبب شو، چې د سولې په لار کې خنډ رامنځ ته شي. د ټرمپ تر تازه څرګندونو وروسته افغان حکومت غبرګون ښودلی او وايي طالبانو په ځلونو بین الافغاني خبرې رد کړې دي او پر تاوتریخوالي یې ټینګار کړی دی. ولسمشر غني ویلي افغان حکومت د سولې طرحه جوړه کړې ده او لا هم له دغه پروسې ملاتړ کوي. دده په وینا د ميزان په شپږمه به په ټول هېواد کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي او تر هغه وروسته به قوي مرکزي حکومت د سولې لپاره هڅه کوي. ولسمشر غني دغه راز له امریکا او نورو ملاتړو هېوادونو مننه کړې چې د سولې لپاره منډې ترړې کوي او په خبره یې افغان حکومت به له خپلو متحدو ملګرو سره یو ځای د سولې هڅو ته ادامه ورکوي. نوموړي یو ځل بیا ویلي، واقعي سوله هله راتلی شي چې طالبان اوربند وکړي، افغان وژنه بس کړي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.





























