کله چې د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو اسلامي تحریک ترمنځ د سولې په نامه هڅې پیل شوې، دغه اقدام د افغانستان د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو خو اوس چې دغه خبرې له خنډ سره مخ شوي دا په دې معنی نه ده چې د سولې لپاره دې افغاني هڅې هم اغېزمنې شي بلکې برعکس دغه هڅې باید تر بل هر وخته ګړندی شي. په همدې منظور په هېواد کې د پردو ګټو په روانه جګړه کې له افغاني ښکیلو خواوو غواړم چې له جګړې لاس واخلي او په پوره صداقت او هوښیارۍ سره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د تل پاتې او سرتاسري سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. د سیمې له سترو هېوادونو هم غواړم چې د سولې په راوستو کې د افغانستان له خلکو سره نه یوازې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي بلکې سرعت هم ور وبخښي.
همداراز هیله لرم چې د طالبانو اسلامي تحریک او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې خبرې یو ځل بیا، له شفافیت او وضاحت سره، پیل او په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات سبب شي.





























