د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل غوښتنه کړې ده. نوموړي د افغانستان په اړه د دې سازمان د نوي راپور تر خپرېدو مخکې ویلي، طالبان او نورې ترهګرې ډلې دې د ټاکنو کارکوونکي او رایه ورکوونکي نه په نښه کوي. دا راپور چې ټاکل شوې د راتلونکې سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بحث وروسته خپور شي پکې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. په راپور کې دغه راز افغان ټاکنو ته د ورپېښو ګواښونو یادوونه هم شوې ده او ویل شوي چې دغه ګواښونه ښایي ډېر افغانان په ټاکنو کې له ګډونه راوګرځوي. په پام کې ده چې دغه ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شي چې تر شلو کمې ورځې ورته پاتې دي.





























