د پوهنې وزارت وايي اوس مهال د هېواد ۴۲ سلنه وګړي د لیک او لوست له نعمت برخمن دي چې ۲۸ سلنه یې ښځې دي. د پوهنې وزارت وايي، په هېواد کې د جګړو د دوام او ناامنیو له پراختیا سره سره په تېره یو لسیزه کې د سواد د زده کړو بهیر ښه پرمختګ کړی او په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو او نارینه وو په ګډون نژدې یو میلیون وګړو سواد زده کړی. د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د هیواد ۴۲ فیصده وګړي د لیک او لوست له نعمت برخمن دي چې ۲۸ فیصده یې ښځې دي. د پوهنې وزارت د اټکل له مخې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به د افغانستان د نفوس تر ۶۰ فیصده پورې لیک او لوست وکړی شي.





























