المان په کابل کې تر یوه خونړي برید وروسته خپل سرتېري ایستلي دي. د المانۍ شپېګل مجلې د راپور له مخې د المان د پراختیايي همکاریو یو شمېر کارکوونکي او دغه راز فدرالي پولیس له کابل ښار ایستل شوي دي. سرچینه کاږي چې په کابل کې د طالبانو تر یوه خونړي برید وروسته المان دغه پرېکړه کړې ده. ددې پرېکړې له مخې د المان یو شمېر نظامیان او د پراختیایي چارو کارکوونکي له افغانستان ایستل شوي. په خبر کې دغه راز زياته شوې چې ځینې سرتيري مزار شریف ښار ته هم ایستل شوي دي او یو شمېر نظامیان بیا په کابل هوايي ډګر کې په یوه نظامي اډه کې ځای پرځای شوي دي. شپېګل لیکي چې له دې سره د دوی ټولې پروژې ځنډول شوې دي او کارونه یې په ټپه ولاړ دي.





























