په میدان وردګو ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې اووه ملکیان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې تېره شپه اته بجې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په جوزرین کلي کې بې پيلوټه الوتکې پر یوه سراچه ډوله موټر برید کړی دی. په دې پېښه کې اووه کسه ملکیان چې څلور یې د یوې کورنۍ غړي دي وژل شوي دي. د میدان وردګو ولایت د والي ویاند محب الله شریفزي پېښه تایید کړې خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. دده په خبره ددې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی ګومارل شوی دی او د پلاوي تر ارزونو وروسته به رسنیو ته په دې اړه معلومات ورکړي.





























