ایران وایي په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ټرمپ پر ټوېټونو غبرګون ښودلی دی. نوموړي ویلي په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خورا اندېښمن دي، ځکه دلته له رامنځ ته شوي وضعیت به بهرنیان د خپلو ګټو لپاره کار واخلي. دده په خبره په دې توګه به په دغه هېواد کې د جګړو او وینې تویېدنې نوی پړاو پیل شي چې د هېچا په ګټه نه دی. نوموړي پر امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې خپلې ماتې ومني او له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي. ظریف ویلي چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې د سیاسي حل ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاریو ته هم تیار دي.





























