د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو پر لغوه کېدو غبرګون ښودلی دی. ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان بیا هم ټینګار کوي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او باید له سیاسي لارو حل کړل شي. سرچینه کاږي د مذاکراتو دواړو لورو ته په کار ده چې نرمښت وښيي او دغه بهیر له سره پيل کړي. پاکستان ویلي دوی تیار دي چې د سولې خبرو په برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو کې پوره همکاري وکړي.





























