برېتانیا وایي طالبان دې ثابته کړي چې دوی خپلو هوکړو ته ژمن پاتې کېږي. په کابل کې د برېتانیا سفارت د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پر ځنډېدو غبرګون ښودلی دی. ددغه سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د سولې له خبرو سره همماله جګړې ته دوام ورکړی دی او بریدونه کوي. سرچینه کاږي دغه ډلې څو ورځې وړاندې د بشري حقونو یو کارمند برمته کړ او وروسته یې وژلی دی. په خبرپاڼه کې راځي وسله وال طالبان باید ثابته کړي چې دوی هوکړو ته ژمن پاتې کېږي او په دې صورت کې د سولې خبرې مثبتو پایلو ته رسېدلی شي.





























