د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې یوې چاودنې درې کسه ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې چاودنه د سنبلې د اتلسمې ورځې د نمانځونکو د موټرونو پر کاروان شوې ده. د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز پېښه تایید کړې ده او وايي چاودنه د مقناطیسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده. دده په خبره په پېښه کې درې کسه ټپیان شوي دي. ځينې سرچینې بیا وايي چې چاودنه په سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده. د کورنیو چارو وزارت هم وایي چې ماین د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی و، خو یوازې درې کسه په پېښه کې سطحي ټپیان شوي دي.





























