امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو لغوه کېدو ته کتنه کړې ده. یادې ورځپاڼې په همدې تړاو خپاره کړي مطلب کې لیکلي، له طالبانو سره د سولې خبرې ځکه لغوه شوې دي چې یادې ډلې د امریکا شرطونو ته غاړه نه ایښوده. که څه هم په دې تړاو ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي خو ورځپاڼې د طالبانو د یو مشر له قوله ویلي، که چېرته ټرمپ په دې تمه وي چې په واشنګټن یا کوم بل ځای کې به له افغان حکومت سره د طالبانو جوړه وشي نو دا ناممکنه ده ځکه طالبان افغان حکومت نه مني. ورځپاڼه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې داسې ویل کېدل چې دا خبرې په کابل کې د یو امریکایي سرتېري د وژل کېدو له امله درول شوې دي.





























