ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې نورې ختمې شوې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، طالبانو فکر کاوه چې د بریدونو او تاوتریخوالي په ډېرولو سره به وکړی شي د سولې په مذاکراتو کې ډېر امتیاز واخلي. دده په خبره دغه ډله لا هم خلک وژني او جګړې يې شدیدې کړې دي نو ځکه یې د سولې خبرې ورسره لغوه کړې. نوموړي تر دې خبرو څو ساعته وړاندې په ټوېټ پیغامونو کې هم وویل، چې په کمپ ډیوېډ کې دده په خوښه لیدنه کېدله او پخپله یې لغوه کړې هم ده. نوموړي ټینګار کړی چې جګړې د خبرو پر مټ پای ته رسېدلی شي خو له طالبانو سره نور خبرې نه کوي. ټرمپ ادعا کړې چې په تېرو څلورو ورځو کې یې طالبان سخت ځپلي دي او په خبره یې په تېرو لسو کلونو کې دغه ډلې دومره تلفات نه و ورکړي لکه په تېرو څلورو ورځو کې. ټرمپ د سرتېرو د ایستلو په اړه ویلي چې امریکا لا هم د سرتېرو ایستلو ته ژمنه ده، خو په افغانستان کې وضعیت ته په کتو به پرېکړه کوي.





























