ډيلي مېل برېتانوۍ ورځپاڼه د انتونیو ګوتریش له قوله لیکي چې لا هم په افغانستان کې د داعش ډلې پاتې کسان مقاومت کوي او د ځان د پیاوړي کولو په هڅه کې دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي دوی هڅه کوي په دې حساسو شرایطو کې په افغانستان کې د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي خو لاهم نړیوالې ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالیت کوي. نوموړی به نن د ملګروملتونو امنیت شورا ته لاړ شي او هلته به د افغانستان په اړه خپل راپور هم وړاندې کړي. ګوتریش په خپل راپور کې په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګار کړی دی او دلته یې د جګړو د پای ته رسولو یوازینۍ لار هم د سولې مذاکرات بللي دي.





























