ملکي تلفات باید ژر تر ژره ودرول شي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر وایي، د وسله والو ډلو او حکومتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده او باید په کمولو کې یې اړین اقدامات ترسره شي. د نوموړې په خبره په دې وروستیو کې په وردګو، فاریاب، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د تاسف او اندېښنې وړ خبره ده. د اکبر په وینا له حکومتي ځواکونو دا تمه کېږي چې د عامو افغانانو ژوند خوندي کړي، خو ددوی په عملیاتو کې د ملکي وګړو تلفات د منلو وړ نه دي. نوموړې د طالبانو له لوري هم ملکيانو ته د تلفاتو اړول په کلکو ټکو غندلي دي. هغه پر ښکېلو لورو غږ کړی دی چې په جدي توګه دې نور د عامو وګړو د تلفاتو مخنیوی وکړي.





























