د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنت مکینزي افغانستان ته سفر کړی و او دلته یې له خپلو ځواکونو سره له نږدې لیدلي دي. نوموړي ددې سفر پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان له حد واوښتل نو امریکايي ځواکونه به ددوی پر ضد خپل عملیات ډېر کړي. د کېنت په خبره امریکايي ځواکونه به عملیات ډېر او پراخ کړي کړي او تر څنګ به یې پر خپلو جنګي پلانونو دقت کوي. هغه زیاته کړې دوی خپلې موخې تعقیبوي او تر دې دمه یې په چارو کې بریالي دي. کېنت مکینزي ویلي چې دمګړی د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي نو امریکايي نظامیان به د خپلو پلانونو له مخې د وسله والو پر ضد خپلو جګړو ته ادامه ورکوي. تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د سولې د خبرو له درېدو سره سم ښايي په افغانستان کې د طالبان پر وړاندې عملیات ډېر شي.





























