ولسمشر غني نن په کابل کې د عاشورا ورځې په مناسبت مراسمو ته په خبرو کې ویلي چې که د امام حسین په څېر یوازې پاتې شي، بیا به هم له جمهوریت څخه دفاع کوي. هغه ویلي چې جمهوریت د ده لپاره سره کرښه ده او د سر په بیه به ترې دفاع کوي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې ولسمشریزې ټاکنې به د افغانستان له اساسي قانون سره سم پر خپلې ټاکلې نېټه ترسره شي او په خبره یې د سولې کیلي په ټاکنو کې ده. نوموړي زیاته کړې، د سولې بهیر به د مشورتي لویې جرګې له لار ښوونې سره سم د یوې ملي پروسې په توګه تعقیبېږي. نوموړي زیاته کړې، باعزته سوله د افغانانو غوښتنه ده او دوی د دې غوښتنې عملي کېدو ته ژمن دي.





























