امریکا او ناټو وايي دوی به په افغانتسان کې خپل نظامي عملیات ډېر کړي. په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي دوی د سولې ملاتړي دي خو له دې سره هممهاله باید عملیات هم ډېر کړي. د مېلر په خبره د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې عملیات اړین دي او ناټو هڅه کوي ددوی پر وړاندې خپل عملیات ډېر کړي. سکاټ مېلر همدا راز له افغان ځواکونو د ملاتړ د ډېرولو ژمنه هم کړې ده او په خبره یې دوی په افغانستان کې ددایمي ثبات تر راتګ پورې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي. تر دې یوه ورځ وړاندې د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان هم ویلي وو، چې په افغانستان کې به د وسله والو طالبانو پر وړاندې خپل عملیات ډېر کړي.





























