په کابل کې د المان سفیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او دوی د مذاکراتو په اوږده بهیر کې له دې پروسې خپل پراخ ملاتړ څرګند کړی دی. د سفیر په خبره المان لا هم د بین افغاني مذاکراتو پلوی دی او ددې هیله لري چې وکړی شي په دې برخه کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړې چې ژر تر ژره دې بېرته د خبرو او مذاکراتو لړۍ پیل شي او په دې توګه دې په افغانستان کې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. المان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او ان ویلي یې وو چې که اړتیا پېښه شي د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب به هم وکړي.





























