افغانستان یوازې د امپراتوریو هدیره نه، بلکې د ملي امنیت د سلاکارانو هدیره هم ده. د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د مسایلو پخوانۍ څېړونکې او اوس د یوه تحقیقاتي مرکز کارکوونکې لورېل مېلر وایي افغانستان د امپراتوریو تر څنګ د ټرمپ د ملي امنیت د سلاکارانو هدیره هم ده. د نوموړې په وینا په لومړي سر کې مک ماسټر غوښتل پر ټرمپ ځينې شیان ومني، خو ټرمپ و نه منله او هغه یې له دندې ګوښه کړ. اوس جان بولټن چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو مخالف و، د ټرمپ له لوري ګوښه کړل شو. نوموړې ټینګار کړی چې په ډېوېډ کمپ کې د طالبانو او ټرمپ لیدنه د طالبانو له امله نه بلکې د جان بولټن له امله لغوه شوې ده. نوموړې په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي، خو ټینګار کوي چې ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل نظر مخالف ښايي و نه شي زغملی.





























