په واشنګټن کې د جورج ټاون پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاده او د نړیوالو چارو شنونکې شیرین هانټر وایي، د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن لرې کېدل د جنګ غوښتونکو پر مخ څپېړه ده. هغې ویلي، له سپینې ماڼۍ د بولټن ایستل کېدل ښیي چې ټرمپ په رښتیا هم نه غواړي پر بې ځایه جګړو مصرف وکړي او دغه راز دا ګام د دې ښکارندویي کوي چې نوموړی نه غواړي له ایران سره نظامي جګړې ته داخل شي. هغې زیاته کړې د بولټن لرې کېدل د افغانستان او ایران لپاره ښه خبر دی ځکه هغه یو جنګ طلبه انسان و او په شدت یې د جګړو پلوي کوله. د نوموړې په خبره امریکایي ډیموکراټان له ایران سره د جګړې سخت لیواله دي خو ټرمپ له هغوی سره همغږي نه لري. د نوموړې په باور د جورج ډبیلو بوش په دوره کې هم همدا ډیموکراټان وو چې د وخت امریکایي حاکم ته یې پر عراق او افغانستان د یرغل مشوره ورکړه چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بدې پرېکړې وې.





























