واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي، ښایي له طالبانو سره خبرې د افغانستان تر ولسمشرۍ ټاکنو وروسته بېرته پیل شي. ورځپاڼې دغه راز د ټاکنو پر مهال د جدي امنیتي ننګونو خبرداری هم ورکړی دی ځکه چې په وینا یې طالبانو خلکو ته خبر ورکړی دی چې په ټاکنو کې له ګډونه ډډه وکړي. د مطلب لیکوال دا ټاکنې برخلیک ټاکونکې بللې دي او زیاته کړې یې ده چې که دا ټاکنې په سمه توګه ترسره نه شي نو یو کمزوری حکومت به واک ته ورسېږي او د افغانستان مسئله به لا پیچلې کړي. د مطلب لیکوال وړاندې ویلي، د خبرو د بیا پیل لپاره دوه اساسي شرطونه اړین دي، یو دا چې خبرې باید د افغانستان له مشروع حکومت سره وشي او بله دا چې له اوربند پرته دې د ځواکونو د اېستلو خبره شاته وغورځول شي.





























