د ټورنټو سټار په نامه یوې کاناډایي ورځپاڼې د افغانستان په اړه یو مطلب کې لیکلي چې امریکا به طالبانو سره د احتمالي هوکړې له فسخه کېدو سره سره خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي. ورځپاڼې دغه راز لیکلي، له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې تر ټولو ستره نیمګړتیا دا وه چې دغې ډلې له افغان حکومت سره د یوه مشروع حکومت په توګه له خبرو ډډه کوله. د ورځپاڼې په باور بله نیمګړتیا چې تر ټولو جدي ننګونې یې زېږولې دا وه چې له طالبانو سره کېدونکې پرېکړې د یو اوربند ضمانت نه کاوه. د سرچینې په خبره دا هغه ستونزه وه چې افغانستان یې یو بل ګړنګ ته ټیل وهلی شو.





























