امریکایي سناتور لیندسي ګراهام وایي دا باید هېره نه کړو چې د سپټمبر یوولسمه په افغانستان کې پلان شوې وه، نو له دغه هېواد د ځواکونو ایستل ددې سبب کېږي چې دا پېښه بیا تکرار شي. هغه ویلي ددې اړتیا ده چې امریکا د خپل ملي امنیت د خوندیتابه لپاره په افغانستان کې اوږدمهاله حضور ولري. ګراهام وايي په افغانستان کې لا هم ترهګرې ډلې فعالیت کوي او د طالبانو جګړې شدیدې شوې دي. دده په وینا اوس د سولې خبرې هم لغوه شوې دي او دی هڅه کوي په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ملاتړ جذب کړي. لیندسي ګراهام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د تېرو کلونو د لاس ته راوړنو ساتلو ته هم مهم بللی دی او په وینا یې دی به هڅه وکړي چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.





























