د افغانستان د بشري حقونو سازمان د بهرنیانو له لوري د ملکي مرګ ژوبلې پر زیاتوالي اندېښنه ښيي او نیوکه کوي، چې ددغه ډول پېښو پر وړاندې د حکومت په شمول د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان او سیاستوال خاموش دي. د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. دده په خبره په دې اړه د افغان چارواکو او سیاستوالو خاموشي هم د زغم وړ نه ده. د افغانستان د بشري حقونو سازمان دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د میدان وردګ ولایت په تنګي کې پر ملکي خلکو د بهرنیو ځواکونو له هوایي برید څو ورځې اوړي، خو تر اوسه افغان حکومت، سیاستوالو او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ددې برید په تړاو غبرګون نه دی ښودلی. تېره ورځ د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي وو، ددوی موندنې ښيي چې په برید کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي وو.





























