ټرمپ وسله والو طالبانو ته نوی خبرداری ورکړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د سپټمبر د یوولسمې په مراسمو کې یې خبرې کولې ویلي، دوی به پر طالبانو خپل نظامي فشارونه ډېر کړي. دده په خبره په تېرو څو ورځو کې یې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي او پر دغه ډله به نظامي فشارونه نور هم ډېر کړي. هغه نه دي ویلي چې له طالبانو سره بیا د مذاکراتو د پیل امکان شته کنه، خو تر دې وړاندې مایک پمپیو ویلي وو، چې که طالبان خپل چلند بدل کړي نو خبرې بېرته پيلېدلی شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې په ناڅاپي توګه په یوه ټوېټ کې له وسله والو طالبانو سره مذاکرات لغوه کړل. ده وویل طالبان له سولې سره هممهاله جګړې ته ادامه ورکوي نو ځکه له دغه ډلې سره خبرې له منځه تللې دي.





























