د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ په ریشخور سیمه کې د ځانګړو ځواکونو پر قل اردو موټربم برید اووه پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. له دفاع وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا چاودنه د یو مارسیډیس ډوله موټر په واسطه د ځانګړو ځواکونو قل اردو ته څېرمه رامنځته شوې ده چې له امله یې د ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. که څه هم وړاندې تر دې د وسله والو کسانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړل شوی و خو د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزي د نښتې خبرونه رد کړي دي. وسله والو طالبانو د یاد برید پړه پر غاړه اخیستې او ګڼو پوځیانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.





























