د ټاکنو په تړاو د نړیوالو سست دریځ د دې لامل شوی، چې د ټاکنو د څار لپاره د نړیوالو ناظرینو راتګ هم کمرنګه کړي. په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې لږ تر لږه ۲۰۰ بهرني ناظرین د ټاکنو د څار لپاره راغلي وو. اوس د ټاکنو کمېسون د دارلانشا رییس حبیب الرحمان ننګ وايي، دوی له ټولو بهرنیو ادارو او ډیپلوماتیکو ادرسونو څخه غوښتي چې د ټاکنو د څار لپاره خپل ناظرین را ولیږي. د ټاکنو څار بنسټونه هم د خپل څار تر څنګ د نړیوالو څار هم خورا مهم ګڼي. بلخوا سر له اوسه د نورو ادرسونو ترڅنګ خپله یو شمېر ټاکنیز ټیمونه هم د ټاکنو پر شفافیت جدي ملحوظات لري خو د دې ټولو با وجود د ټاکنو ترسره کېدو ته پوره چمتووالی لري. د ټاکنو ترسره کېدو ته ۱۵ ورځې پاتې دي خو د ټاکنو کمېسیون وايي، دا ځل به ټاکنې له پخوا هغو ځکه شفافې وي، چې د بایومېټریک برخه کې یې کسان روزلي او دا آله تر پخوا ډاډمنه شوې ده.





























