په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو په اړه د امریکا له پرلپسې خبرداریو وروسته، ناټو هم د نړېوال تروریزم پر ضد د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو پر پیاوړي کولو ټینګار کړی دی. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، ویلي، چې ناټو او همکاران به یې افغان نظامیانو ته د روزنې او مشورې ورکولو ته دوام ورکړي، ترڅو هغوی له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې لا پیاوړي شي. په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو له موجودیت څخه د ولایتونو د پاکولو لپاره یې نوی پلان ترتیب کړی دی.د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ویلي، چې د دغه پلان پر اساس، د طالبانو له شتون څخه د هر ولایت له پاکولو وروسته به تر وروستي پړاوه د دولت ضد جنګیالي تعقیب او له منځه یوړل شي.





























