د زابل د شملزو ولسوالۍ ښوونکي وايي، چې دولت ورته له یوه کال راهیسې معاشونه نه دي ورکړي. ښوونکي وايي، چې د تېر کال راهیسې ورته معاشونه نه دي ورکړل شوي او تمه لري، چې ولایتي چارواکي یې ستونزې حل کړي. دوی زیاتوي، چې زده کوونکو ته تر شنه اسمان لاندې زده کړې ورکوي، چې لا یې هم ځینې کړۍ زده کړو ته نه پرېږدي او سیاسي ګټه ترې اخلي او ورباندې د فساد او وسله والو طالبانو ته د معاشونو د ورکړې تورونه هم پورې کوي. ښوونکي او د سیمې قومي مشران وايي، که چېرې د ښوونکو معاشونه ورنکړل شي ښوونځي به وتړي او خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي. د زابل د پوهنې ریيس د ښوونکو ستونزې پرځای بولي او زیاتوي، چې یاده ستونزه یې د خپل وزارت سره شریکه کړې، خو تر اوسه نه ده حل شوې.





























