د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراتانو د ګوند نوماندانو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پلوي کړې ده. د امریکا ولسمشرۍ ته د ډیموکراټ ګوند نوماندانو په بهرنۍ پالیسۍ کې په دې زیات ټینګار کړی دی چې نور باید له افغانستان او عراق څخه امریکايي سرتېري راوایستل شي. په تازه مناظرو کې د امریکا د ولسمشرۍ له پنځو نوماندانو څخه پوښتل شوي چې د افغانستان لپاره د ټرمپ په پالیسۍ یو څه ورته ووايي، خو دوی پرته له دې چې د ټرمپ په تړاو څه ووايي، په دې ټینګار کړی دی چې له اتلس کلنې جګړې وروسته باید امریکایان له افغانستان څخه ووځي. په دې لړ کې دیموکراتې او سناتورې الیزبت وارین ویلي، په افغانستان کې د امریکا حضور د دغه هېواد له امنیت او ثبات سره مرسته نه کوي، ځکه نو باید امریکا له دغه هېواده ووځي.





























