د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې د طالبانو پلاوي په مسکو کې له ضمیر کابلوف او نورو روسي ديپلوماتانو سره کتلي دي. دده په وینا په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې پر روان وضعیت او له امریکا سره د سولې په برخه کې پر وروستیو تحولاتو بحثونه کړي دي. سهیل شاهین په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي. تر دې مخکې روسیې ویلي وو، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پر لغوه کېدو خواشیني دي او باید دغه خبرې له سره پيل شي. ضمیر کابلوف ویلي وو، چې په دې اړه به ژر له امریکايي چارواکو سره هم خبرې وکړي.





























