د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي په واشنګټن کې د نړیوال بانک له چارواکو سره کتلي دي. نوموړي په دې لیدنه کې له دغه بانک غوښتي چې په افغانستان کې لویو ښارونو او کلیو ته د اوبو رسونې په برخه کې تخنیکي همکاري وکړي. دده په خبره افغانستان د اوبو د مدیریت او اوبو رسونې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو همکاریو ته اړتیا لري او ددغه مهمې برخې مدیریت د افغانستان د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري. نړیوال بانک په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی چې دوی به په افغانستان کې لویو ښارونو او کلیو ته د اوبو رسونې په برخه کې خپله همکاري و نه سپموي.





























