د ډیلي ټایمز په نامه ورځپاڼې د افغانستان اوسني وضعیت په اړه خپل خپاره کړي مطلب کې د ویلسن څېړنیز مرکز د اسیا او سویلي اسیا د څانګې د مرستیال مایکل کوګلمن له قوله لیکلي چې له طالبانو سره خبرې په بشپړه توګه له منځه نه دي تللې. سرچینې د نوموړي له خولې ویلي، ټرمپ یو ځیرک مرکچي دی او د خبرو درولو پرېکړه یې ښایي یو ډول چال وي څو طالبان ووېروي. سرچینه کاږي دا چال ښایي له دې امله وي چې نوموړی طالبان په یو ډول ووېروي څو د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي او له یو کمزوري دریځه د خبرو مېز ته کېني. خو طالبانو ویلي، دوی د سولې غوښتونکي دي خو که امریکا جګړې ته دوام ورکوي نو دوی کولی شي سل کاله نور هم جګړه وکړي.





























