د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند او وتلي سناتور برني سنډرز ویلي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور بې ګټې دی. هغه چې په یوه تلویزیوني مناظره کې یې خبرې کولې وویل، امریکا پر دې اوږدې جګړې په میلیاردونو ډالر مصرف کړي دي خو هیڅ ګټه یې نه ده تر لاسه کړې، نو له همدې امله نور باید دې بې مانا جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي او هڅه وشي څو امریکایي ځواکونه هر څومره ژر له دې هېواده وایستل شي. هغه زیاته کړې، فکر نه کوي مجبور اوسي څو خپل سرتېري په دې هېواد کې پرېږدي. د نوموړي په خبره هرکال په میلیاردونو ډالر پر پوځ لګول کېږي په داسې حال کې چې هیڅوک هم پر دې نه پوهېږي چې دا پیسې چېرته ځي.