په امریکا کې د ناټو پخوانی سفیر وایي، طالبانو سره د سولې خبرې له منځه نه دي تللي او بېرته به له سره پیل شي. دوګلاس لوټ ټینګار کړی دی چې افغان جګړه نظامي حل نه لري، طالبانو سره د امریکا خبرې به بېرته له سره پیل شي او طالبان به هم له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي خو د نوموړي په خبره دا چاره وخت ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ څه موده وړاندې په کابل کې د یو امریکایي سرتېري تر وژل کېدو وروسته دا خبرې ودرولې او زیاته یې کړه چې له طالبانو سره د خبرو وخت نور پای ته رسېدلی دی. په ورته وخت کې طالب پلاوي په مسکو کې د خبرو بیا پیل ته چمتووالی ښودلی خو زیاته کړې یې ده چې که امریکا جګړې ته دوام ورکوي نو دوی هم سل کاله نور جګړه کولی شي.





























