د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، افغان حکومت د اوس لپاره د سولې هر راز هڅې ځنډولې دي او له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته به بېرته پیل شي. نوموړي زیاته کړې، مسکو ته د طالبانو د رهبرانو سفر د دې ډلې سیاسي ماتې ښیي. د نوموړي په خبره طالبانو په خپله د سولې اصلي ادرس ورک کړی دی خو په وینا یې د سولې اصلي ادرس افغانان دي او د دې ډلې وروستۍ هلې ځلې به کومه پایله ورنه کړي. صدیقي دغه راز زیاته کړې، تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د افغانستان په امنیتي وضعیت کې پام وړ بدلون راشي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په امریکا کې د ناټو پخواني سفیر ویلي، طالبانو سره د سولې خبرې په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي او بېرته به له سره پیل شي.





























