افغان سوله له نامعلوم برخلیک سره مخ ده، خو د جګړې ښکېلې خواوو د یو بل د سخت ځپلو خبره کوي. تازه د طالبانو یو پلاوی روسیې ته تللی دی او هلته یې د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د جګړې پر شدت ټینګار کړی. دلته افغان حکومت ویلي چې په تېرو څو ورځو کې یې زر کسه طالبان د هېواد په بېلو ولایتونو کې وژلي دي. بلخوا د افغان جګړې ځینې ښکېلې خواوې، لکه ناټو او امریکا وایي، مذاکرات په بشپړه توګه نه دي مات شوي؛ بلکې بیا پیلېدو ته یې هیله مندي شته ده.
تازه طالبانو په مسکو کې په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دوی سل کاله نور هم په افغانستان کې جګړه کولی شي. د روسي ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه ډلې د قطر دفتر د مرکچي پلاوي غړي شېرعباس ستانکزي ویلي، طالبان لا هم له امریکا سره د سولې خبرو ته لېوالتیا لري، خو که امریکا جګړه وکړي، نو دوی سل کاله په افغانستان کې جګړه کولی شي. د ستانکزي په خبره، امریکا د سولې په اړه پر خپلو خبرو وفا ونه کړه، خو که د سولې خبرې بیا پیلېږي، طالبان ټولو هغه مواردو ته ژمن دي چې له امریکا سره هوکړې ته ورباندې رسېدلي وو.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم وايي چې دوی له روسیې سره پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي. هغه په خپلو دوو وروستیو مرکو کې ویلي چې د سولې له روان بهیره په بشپړه توګه ناهیلي شوي نه دي او تمه شته چې دا لړۍ بیا پيل شي. د طالبانو پلاوي په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم کتلي دي. دوی پر سوله او په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
دلته افغان حکومت بیا مسکو ته د طالبانو پر سفر غبرګون ښودلی دی. د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي، مسکو ته د طالبانو سفر د دغه ډلې سیاسي ماتې ښيي او په خبره یې دوی د سولې اصلي آدرس چې افغان حکومت دی، ورک کړی دی. هغه په خپلو خبرو کې دغه راز ویلي چې افغان حکومت د سولې لپاره ټول پلانونه او هڅې درولې دي او ټول تمرکز پر ټاکنو دی. د صدیقي په خبره، دمګړۍ افغان حکومت ته ولسمشریزې ټاکنې لومړیتوب دي او تر ټاکنو وروسته به د سولې هڅې بېرته پيلېږي.
ولسمشر غني هم په کندهار کې د خپلې یوې کمپاینې غونډې پر مهال ویلي چې له طالبانو سره خبرو ته تیار دی او په وینا یې د سولې طرحه د افغان حکومت طرحه ده او نړۍ یې دې ته قانع کړه، چې باید افغان جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي. ولسمشر غني پر طالبانو غږ کړی چې د افغانستان په هر ولایت کې دوی غواړي افغان حکومت خبرې ورسره کوي. نوموړي ټینګار کړی چې افغان جګړه یوازې د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې د حل وړ ده. ولسمشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دوې ورځې وړاندې یې په یوه غونډه کې په تېرو څو ورځو کې د زرو طالبانو د وژلو ادعا هم وکړه.
ناټو هم په افغانستان کې د روانې جګړې پر سیاسي حل ټینګار کړی دی. د ناټو د پوځي کمېټې رییس سټوارټ پیچ په وېلز کې د یاد سازمان یوې غونډې ته ویلي، ټول په دې پوهېږي چې د افغانستان روانه جګړه نظامي حل نه لري، نو باید د خبرو له لارې ورته د پای ټکی کېښودل شي. پیچ دغه راز زیاته کړې، دوی به د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي. د نوموړي په خبره، افغان پوځ باید د دې لپاره ښه وروزل شي چې د نړیوال تروریزم پر وړاندې مبارزه کې د ناټو مرستې ته پوره چمتووالی ولري. هغه ویلي، دوی په افغانستان کې د دې لپاره حضور لري، څو د سولې یو غوره فرصت ته لار پرانیزي.
د افغان جګړې او سولې په اړه دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې شدیدې شوې دي. په دې جګړو کې تر ټولو ډېر زیانونه ملکي وګړو ته اوړي او له دې سره جوخت د ملکي وګړو غبرګونونه هم راپارېدلي دي. دوی د رسنیو له لارې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او سولې ته مخ کړي. د بشري حقونو سازمانونو او فعالینو هم په افغانستان کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې ده.





























