ناټو وايي له افغانستان د ځواکونو د ایستلو په اړه هېڅ راز بحث نه دی شوی. د ناټو لوړپوړی امریکايی قومندان جنرال ټاډ ولټرز وايي، ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او له دغه هېواد د سرتېرو دایستلو په اړه هېڅ راز بحث نه دی شوی. دده په خبره ناټو د افغانستان امنیت ته ژمنه ده او په دغه هېواد کې به د ترهګرۍ ضد جګړې ته ادامه ورکوي. جنرال ټاډ وايي په افغانستان کې ددوی په ماموریت کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی او په دې اړه د ناټو شریکو هېوادونو ته ډاډ ورکوي. جنرال ټاډ ویلي په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي او دوی ددغه ټاکنو ترسره کولو ته بشپړه تیاري لري څو وکړی شي د امنیت په تامین کې له افغان ځواکونو سره خپله همکاري وکړي. ټاډ ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د ترهګرو ځپلو ته ژمن دي او ددغه ډلو پر وړاندې به په افغانستان کې د ناټو جګړه دوام لري.





























