د انډیپینډینټ په نامه ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه خپله سرلیکنه کې لیکلي، امریکایي سیاستوال سره سلا شوي دي چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو دا چې دغه اقدام څنګه ترسره کېدلی شي بحث ته اړتیا لري. د ورځپاڼې په وینا، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د سملاسي ایستلو منتقدین د لوړپوړو پوځي چارواکو په ګډون په دې باور دي چې دا اوږده جګړه باید په ډېر احتیاط سره پای ته ورسول شي څو ډاډ تر لاسه شي چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي پټنځای نه بدلېږي. دا ورځپاڼه په داسې حال کې دا خبرې کوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر سر د امریکایي حکومت په منځ کې ژور اختلافات موجود وو او ډېری هغه یې په دې باور دي چې په دې هېواد کې روانه جګړه بې ګټې ده او امریکایي ځواکونه باید له دې هېواده وایستل شي خو ځینې نور بیا وایي افغانستان کې د سولې تر راتلو د دوی حضور اړین دی.





























