څه موده وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د امنیتي ستونزو او د وسله والو طالبانو له لوري دوی ته د شویو ګواښونو له امله په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي و. اوس تازه طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه کمېټې ته یې بېرته د فعالیت اجازه ورکړې ده. په اعلامیه کې ویل شوي چې د سره صلیب کمېټې مشرانو په قطر کې له طالب استازو سره کتلي او په دې اړه یې ور سره خبرې کړې دي. دغه کمېټې د پخوانیو خیریه فعالیتونو سربېره د نویو مرسته ژمنه هم کړې ده.





























