د جرمني ددفاع وزیرې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، په افغانستان کې د لاس ته راوړنو د ساتنې لپاره د ناټو ځواکونو حضور حتمي او ضروري دی. د انګریت کرامپ په وینا که ناټو ځواکونه له افغانستان وځي نو دغه هېواد به د جګړو پر ډګر بدل شي او طالبان به بیا واک ته ورسېږي. نوموړې ټینګار کړی چې ناټو او جرمني په افغانستان کې له خپلو مسوولیتونو اوږې نه شي سپکولی او باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي. جرمني په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتيري لري چې ځینې یې د کابل په شش درک کې د طالبانو تر یوه خونړي برید وروسته له دغه ښار و ایستل. خو له دې سره سره د جرمني ددفاع وزیرې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر حضور او له افغان پوځ ددوی پر ملاتړ ټینګار کړی دی.





























