د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، له امنیتي ادارو سره په همغږۍ یې د ټولو ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو توکو د لېږد لړۍ بشپړه کړه. کمیسیون وایي چې د ټاکنو له ورځې سره سم به د رایې اچونې نژدې پنځه زره مرکزونو ته اړین ټاکنیز توکي ورسېږي. ددغه کمېسیون مسولین وایي، ټوله هڅه یې دا ده چې دا ځل ټاکنې رڼې او د تېرو هغو په پرتله ښې ترسره کړي. د کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ویلي، د ولایتونو مرکزونو ته د دغو توکو د لېږد لړۍ بشپړه شوې او اوس دغه توکي ولسوالیو ته لېږدول کېږي. د ټاکنو کمیسیون داسې مهال ټاکنو ته د بشپړ تیاري خبر ورکوي چې د ټاکنو ترسره کېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي خو لا هم امنیتي ستونزې د ټاکنو په لار کې تر ټولو ستر خنډ دي.





























