د کورنیو چارو وزارت وایي چې ۷۰ زره سرتېري د ټاکنو په ورځ د امنیت د تامین لپاره ګومارل کېږي خو تر څنګ به یې ۳۰ زره نور هم د تیارسی په حالت کې وي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي وایي د افغان ځواکونو ترمنځ بشپړه همغږي رامنځ ته شوې ده څو وکړی شي ددغه مهمې ورځې امنیت په سمه توګه خوندي کړي او خلک په پوره ډاډ خپله رایه وکارولی شي. د رحیمي په وینا د ټولو پرانیستو ټاکنیزو مرکزونو امنیت به تامنېږي او دوی په دې اړه ډاډ ورکوي. بل لور ته ملي دفاع وزارت وایي، د ټاکنو د امنیت لپاره یې د طالبانو پر ضد جګړه توده کړې او د دوی په خبره تېرو څو اونیو کې يې په بېلابېلو ولایتونو کې له طالبانو ۸ ولسوالۍ بېرته نیولې. که څه هم حکومت دا یوه لاسته راوړنه او پرمختګ بولي، خو تېرو څو ورځو کې په تخار او فراه کې یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته هم ولوېدې.





























