نن د ملي یووالي حکومت د وزیرانو شورا وروستۍ ناسته وه، چې د اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه. نوموړي په دې غونډه کې وویل، چې د ملي یووالي حکومت د وزیرانو شورا آخرنۍ غونډه ده او راتلونکې غونډې به د نوي ولسمشر تر راتګ وروسته جوړېږي. نوموړي په دې غونډه کې په راتلونکو ټاکنو کې پر شفافیت ټینګار وکړ او له ټولو حکومتي ادارو یې وغوښتل چې خپله بې طرفي وساتي. هغه پر امنیتي ادارو هم غږ کړی دی چې د ټاکنو امنیت تامین کړي او د کوم ځانګړي نوماند په ګټه له دولتي امکاناتو استفاده و نه کړي.





























